Asset 1SWN

نیوزیلنډ یو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۱۹۸ منډو ماته ورکړه

356899

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۹۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په یاده سیالۍ کې چې د نیوزیلنډ د اُکلنډ په اډن پارک کې ترسره شوه، کوربه نیوزیلنډ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټاکل شویو ۵۰ اورونو څخه  یې ۴۹.۳ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۴ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې فېن الان ۵۱، راچېن رفنډرا ۴۹ او ډېریل مېچل ۴۷ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره بیا چامیکا کرونارتني په ۹ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې. لاهورا کومار او کاسون راجیتا هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نیوزیلنډ د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د سریلانکا لوبډلې توپوهونکي بې‌وسه وو او یوه لوبغاړي هم له ۱۸ زیاتې منډې جوړې نه کړې.

د سریلانکا ټولې لوبډلې یوازې ۷۶ منډې جوړې کړې او دې لوبه کې یې د ۱۹۸ منډو په توپیر ماته ومنله. سریلانکا یوازې ۱۹.۵ اورونه ولوبول.

د نیوزیلنډ لپاره هنري شېپلي ښکلې توپ‌اچوونه وکړه او په اوو اورونو کې یې د ۳۱ منډو په بدل کې د سریلانکا ۵ لوبغاړي وسوځول.

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د نیوزیلنډ په کرېس‌چرچ کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام