Asset 1SWN

نیوزیلنډ د یوې منډې په توپیر له انګلستان ټسټ لوبه وګټله

355284
د نیوزیلنډ او انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه ټسټ لوبه کې کوربه نیوزیلنډ لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته انګلستان ته د یوې منډې په توپیر ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او لومړۍ پاڼۍ کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې پاڼۍ کې د انګلستان لپاره هري برووک ۱۸۶ او جوو روټ ناسوځېدلې ۱۵۳ منډې جوړې کړې. کوربه نیوزیلنډ لوبډلې په خپله لومړنۍ توپوهنه کې د انګلستان د توپ‌اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۲۰۹ منډو وسوځېده.

د انګلستان لوبډلې د ټسټ لوبو د اصولو له مخې، نیوزیلنډ ته د دویمې توپوهنې بلنه هم ورکړه او دا ځل یادې لوبډلې د کېن ویلیامسون د ۱۳۲ منډو پر مټ یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۸۳ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۵۸ منډو ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو په موخه لوبه پیل کړه چې ټوله لوبډله یې په ۲۵۶ منډو وسوځېده او د یوې منډې په توپیر یې ماته ومنله.

د نیوزیلنډ لپاره په توپ‌اچوونه کې نېل واګنر ښکلې لوبه وکړه او د انګلستان څلور لوبغاړي یې وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی کېن ویلیامسون او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هري برووک ونومول شو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ  د دوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ یو یو مساوي پای ته ورسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام