Asset 1SWN

سلام وطندار

سام کرن د «ای‌پي‌اېل» لیګ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو

cab0a446aa9260a71271682bf55001b7

د ۲۰۲۳ کال د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ پرون جمعه د مرغومې دویمه ترسره شوه چې په‌کې انګلستانی الرونډر «سام کرن» تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.

سام کرن د پنجاب کنګز لوبډلې له‌خوا په ۲.۷ میلیونه ډ‌الرو وپېرل شو او ۲۰۲۳ کال «ای‌پي‌اېل» سیالیو کې به د پنجاب کنګز لپاره ولوبېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سام کرن وروسته له هغې چې د پنجاب لوبډلې له لوري واخیستل شو، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «بېرته هغه ځای ته، له کومه ځایه چې پیل شوی، په تمه یم.»

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د پنجاب لوبډلې له‌خوا په ای‌پې‌اېل لیګ کې ولوبېده او له هغه وروسته د چینايي سوپر کنګز لپاره لوبې وکړې.

له سام کرن سره دوه نور انګلستاني لوبغاړي هم د ۲۰۲۳ کال د «ای‌پي‌اېل» سیالیو لپاره د لوبغاړو په بولۍ کې د لس ګران بیه لوبغاړو په نوملړ کې راغلي دي.

بېن سټوک د چینای سوپر کنګز او هاري برووک بیا د سنرایزر حیدراباد لوبډلې له‌خوا اخیستل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هاري برووک د سنرایزر لوبډلې له‌خوا په ۱.۶ میلیونه ډالر پېرل شوی دی. بېن سټوک بیا چیناي سوپر کنګز په ۱.۹۸ میلیونه امریکايي ډالرو وپېره.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام