Asset 1SWN

بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې ۶۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

3

په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې کارخونه کې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې د څرمنې، ګل‌دوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغې کارخونې مسووله نفیسه اعتبار وايي، د یادې کارخونې له جوړېدو یې موخه له هغو مېرمنو سره مرسته ده چې له زده‌کړو بې برخې پاتې کړل شوي دي.

نوموړې وویل: «نږدې یو کال کېږي چې دغه کارخونه مې جوړه کړې ده، لومړۍ کوچنۍ وه، په کور کې به مو کار کاوه، وموغوښتل چې لویه یې کړو او د هغو مېرمنو لاسنوی وکړو چې له دندو ګوښه کړل شوي دي.»

یوشمیر هغه میرمنې چې په دغه کارخونه کې کار کوي، ورته د کاري چاپېریال له برابرېدو څخه خوښې دي او له اسلامي امارت او ملاتړو موسسو غواړي چې بغلان کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي، څو وکولای شي خپل لاسي صنایع په‌کې وپلوري.

د دې کارخونې کاراموزې سویتا سلام وطندار وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې دې کارخونه کې کار کوم. دلته ټولې ښځې کار کوي. بل ښوونکې شته او هغه څه مو چې نه وي زده‌، رازده‌کوي یې. د کار زمینه راته برابره شوې او له همدې لارې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړو وکړو.»

په ورته مهال د یادې کارخونې یوه بله کار زده‌کوونکې ارزو له حکومت غواړي چې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي، څو ښځې وکولای شي چې په خپلواکه توګه کار وکړي او دغه کارخونه پراخه کړي.

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې د بغلان په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو لپاره د خیاطۍ ګڼې کارخونې او د لاسي صنایعو دوکانونه جوړ شوي چې موخه یې له هغو بې‌وزلو مېرمنو سره مرسته ده چې له زده‌کړو څخه بې برخې پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام