Asset 1SWN

کندوز کې ګل‌پلورونکي: کاروبار مو خورا خراب شوی

IMG-20230315-WA0140

 کندوز کې یوشمېر ګل‌پلورونکي وايي چې له تېر یوه کال راهیسې یې د ګلانو د پلور بازار سوړ  او کاروبار یې خورا خراب شوی دی.

د کندوز د ګل‌فروشي سرای ګل‌پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي، هېواد کې د بې‌وزلۍ لوړه کچه لامل شوې چې خلک د پخوا په څېر د تازه ګلانو اخیستو ته زړه‌ ښه نه‌کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندوز د ګل‌فروشي سرای  ګل‌پلورونکي اغامحمد احمدي وویل: «ژمي کې چې هوا سړه وه، ګلان یخ وهلي او له خرڅلاو پاتې دي. یو‌شمېر ګلان له جلال‌اباد دلته راوړو چې موږ ته په لوړه تمامېږي، کله یې چې خرڅو، څوک یې نه اخلي، ځکه څوک یې د پېر توان نه‌لري. بازار سوړ شوی دی.»

د ګل‌پلورونکو په وینا، د تېر سوړ ژمي له امله یې ګلان زیانمن شوي او دا مهال کندوز ته له نورو ولایتونو څخه ګلان واردوي.

د کندوز یوشمېر اوسېدونکي بیا چې د ګلانو پېرلو لپاره ښار ته راغلي، وايي، تېرو کلونو ته په پرتله د ګلانو بیه درې-څلور برابره لوړه شوې ده.

د ګلانو پېرونکي عبدالکریم بلوڅ وویل: «سږ کال یې څه نا څه بیه لوړه شوې ده. پروسږکال مو چې اخیستل یو ګل په ۵۰ افغانۍ و، سږکال ۱۵۰ او ۲۰۰ ته لوړ شوی دی.»

په ورته وخت کې د کندوز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس امان‌الله حسن وویل، د ګل‌روزونکو ملاتړ لپاره یې تېر کال دغه ولایت کې ۵۵ شنې‌خونې جوړې کړي او راتلونکې کې هم دغه ډول هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل: «دا یو الهي افت و چې د ټولو کروندو او کسب‌ګرو بڼوڼه او باغچو ته یې زیان ورساوه. خو الحمدالله موږ د همکاریو موسسو په مرسته د خلکو خدمت کې یوو، راتلونکي کې به شنې خونې جوړې کړو.»

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا واکنمېدو را وروسته، د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ګل‌پلورونکو د خپلو پېرېدونکو کمېدو څخه شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام