Asset 1SWN

پېښو ته د رسېدو وزارت: دوو ورځو کې سېلابونو درې کسان مړه او اووه ټپیان کړي

138407_AP22233618181090_1661155809308

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د دوو پرله‌پسې ورځو پر مهال د شویو ورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لس کسان مړه او ټپیان شوي او څه باندې ۷۵۶ کورونه نړیدلې دي.

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه وزارت د تېر یوه کال پر مهال یې هېواد کې شاوخوا ۵۳زره کورنۍ سره بشري مرستې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه وزارت تېر یوه کال کې شاوخوا ۵۳زره کورنیو سره بشردوستانه مرستې کړې دي او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ته یې یوه طرحه لېږلې چې په پلي‌کېدو سره به یې راتلونکو ورځو کې د سېلابونو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.»

د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې سېلاب‌ځپلي وايي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ‌شمېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د جوزجان د درزاب ولسوالي اوسېدونکی محمدنعیم وايي چې دغه ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو له امله کورونه، کرنیزې ځمکې او فرعي سړکونه له‌منځه تللي دي.

دا په داسې مهال دی چې تېره اوونۍ هېواد کې د شوې زلزلې له امله لس کسان مړه او ۶۰ کسان ټپیان شوي وو. تخار کې زلزله ځپلي وايي چې زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي دي.

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال تېر کال هم د ورښونو  له امله راوتلیو سېلابونو د هېواد یو پر درېیمه برخه زیانمنه کړې وه چې په پایله کې یې ۴۳۲ کسان مړه او ټپیان شوي وو او څه باندې ۳۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام