Asset 1SWN

پېښو ته د رسېدو وزارت: بېګانۍ زلزلې څه باندې ۵۰ کسان مړه او ټپیان کړي

PAKTIKA, AFGHANISTAN - JUNE 22: Search and rescue operations continue after quake shakes border provinces of Paktika, Afghanistan on June 22, 2022. (Photo by Sayed Khodaberdi Sadat/Anadolu Agency via Getty Images)

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د بېګاه شپې زلزلې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د مالي زیانونو سربېره ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي نن (چهارشنبه د ۱۴۰۲ وري دویمه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي کلپ کې ویلي چې د بېګانۍ زلزلې له امله هېواد کې څه باندې ۵۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، یادې زلزلې د کابل سربېره، خوست، پکتیا، تخار، سمنګان، کندوز، لغمان، بدخشان او یو‌شمېر نور ولایتونه هم لړزولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند په یاد ویډیويي کلپ کې همداراز ویلي چې د زلزلې له کبله ۶۳ کورونه ویجاړ شوي او یو‌شمېر څاروي هم له‌منځه تللي دي.

دغه وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کړې چې د زلزلې له کبله اغېزمنو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او په وینا یې، د لا زیاتو انساني زیانونو مخه دې ونیسي.

د یاد وزارت ویاند ویلي: «پېښو ته د رسېدو په چارو کې ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې، څو د ولایتونو له مشرتابه سره په همغږۍ اغېزمنو سیمو ته له سروې سره هم‌مهاله د ځواب‌وینې ټیمونه ولېږدوي او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي همداراز پر ملګروملتونو، نړیوالو بشري سازمانو او نورو بنسټونو غږ کړی چې مرستې دې نه سیاسي کوي او بې‌وزله او اغېزمنو افغانانو سره دې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د امریکا د زلزلې پېژندنې مرکز د معلوماتو پر بنسټ، بېګاه شپه د افغانستان په ګډون د تاجکستان، هند او پاکستان یو‌شمېر سیمې د ریښتر په کچه ۶.۵ درجې زوروې زلزلې ولړزولې.

دغه مرکز ویلي چې د یادې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالي وه چې ژوروالي یې ۱۷۸ کیلومټره وو.

په همدې حال کې د افغانستان ګاونډ پاکستان کې هم د بېګانۍ زلزلې له امله د یوشمېر کسانو د مړینې او ټپي‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د وري دویمه راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د بېګانۍ زلزله له کبله نهه کسان مړه او ۴۶ ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت پېښو ته د رسېدو ادارې چارواکو ویلي چې په زلزله کې ۱۹ کورونه هم ویجاړ او د ډېری سیمو برښنا هم پرې شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام