Asset 1SWN

جوزجان کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۵۰کلن کس وژلی

entp0px2tk681

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۵۰کلن کس په ډزو وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنایي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه پرون سه‌شنبه د شبرغان ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وثیق زیاته کړې چې دغه کس سیف‌الدین نومېده او د «سالمزان افغانیه» کلي اوسېدونکی و.

نوموړي ټینګار کړی چې د یادې پېښې په تړاو اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په وینا یې چې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

په ورته مهال د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم د جوزجان د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو مدیر مولوي عبدالله د ناپېژنده کسانو له‌خوا وژل شوی و.

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته د یادې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي و چې پېښه (یکشنبه، کب ۲۸مه) د اقچې ولسوالي د «بیت‌المقدس خرابات کوڅې» جومات کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي، خو زیاته کړې یې وه چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې عامل تر ډېره شخصي دښمني او کورنۍ ستونزې یادوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې عامل تر ډېره شخصي دښمني او کورنۍ ستونزې یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام