د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وسله‌والو غلو یو پلار او د هغه زوی چې درې ورځې مخکې یې واده کړی و، وژلي دي.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د دغه ولایت د سید‌خېل ولسوالي په «شیخ‌عالي» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې بېګاه شپه د احسان‌الحق په نوم د یوه کس کور ته غله وراوښي و چې د کور له خاوند سره په نښته شوي او پایله کې یې زوی او پلار وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند همداراز وايي چې پېښه کې وژل شوي ځوان درې ورځې مخکې واده کړی و او غلو هم د طلا او نورو وسایلو د غلا لپاره د نوموړي کور ته وراوښتي و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حبیبي که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو وویل چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام