Asset 1SWN

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ ښځینه خبریالانې: دوه‌ګوني چلن سره مخ یوو

د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې یو‌شمېر ښځینه خبریالانې سلام‌وطندار ته وايي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

دغه ښځینه خبریالانې د ا.ا له مسوولانو غوښتنه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې دې ورسره دوه‌ګونی او تبعیضي چلن نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د یوې راډیو خبریاله ارزو وايي چې په وار وار د اسلامي امارت د مسوولانو له‌خوا د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې او حکومتي سرچینې هم خبرو ته نه دي حاضر شوي.

هغې وویل: «داسې ډېر پېښ شوي چې له سرچینې مو د اطلاعاتو غوښتنه کړې، دوی ټينګار کړی چې ښځینه خبریالې سره مرکه نشو کولای، موږ نشو کولای چې د مسوولانو له خولې خبرې واخلو. دېر کنفرانسونه شوي، خو موږ ته اجازه نه ده راکړل شوي.»

په ورته مهال په یو‌شمېر ولایتونو کې هم ښځینه خبریالانې له ورته ستونزې سرټکوي. هرات کې خبریاله نسترن پناهي وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او سرچینو په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولانو له‌خوا له دوه‌ګوني چلن سره مخ شوې ده.

نوموړې وویل: «لویه ستونزه مو اطلاعاتو ته نه لاسرسی دی. دې برخه کې جنسیتي تبعیض شتون لري، که اطلاعاتو ته لاسرسی هم ولرو، په درد مو نه لګېږي، یعنی نشو کولای چې په جزییاتو سره او لومړی درجه اطلاعات ترلاسه کړو.»

بل‌خو د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ (نی) وايي چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته ۹۵سلنه ښځینه خبریالانې د رسنیو د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له کبله وزګاره شوي دي.

د نی مسوول ظریف کریمي وویل: «له تحولاتو مخکې افغانستان کې ۲۱۳۸ ښځینه خبریالانو کار کاوه، اوس ۹۵سلنه وزګاره شوي. د ختیځ، شمال او سوېلي ولایتونو په ګډون ۱۹ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله نشته او نورو ولایتونو کې هم د ګوتو په شمېر ښځینه خبریالانې کار کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه ښځینه خبریالانې داسې مهال اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جنسیتي تبعیض څخه شکایت کوي چې یوشمېر نورې هغه ښځینه خبریالانې چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته کورناستي ته اړ شوي، وايي، اطلاعاتو ته پر لاسرسي د محدودیت، د رسنۍ یا هم خپله له رسنیز فعالیته لاس په سر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام