بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸کسان ټپیان شوي دي.
پېښه پرون پنجشنبه د غويي ۲۸مه د دغه ولایت د یاوان ولسوالي په «سفیدار ایلکه» کلي کې د یوه موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی چې د فیضاباد ولایتي روغتون ته د ښې درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
پاتې ۱۶ ټپیان د یاوان روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. تراوسه د بدخشان محلي مسوولانو د یادې ټرافیکي پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
څه موده وړاندې هم د دغه ولایت د خاش ولسوالي اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال ۲۱کسان مړه او ټپیان شوي وو.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي چې تر ډېره یې لامل د سرکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته شوي دي.