وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلې‌لوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سي‌سي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د دغه کمپ سرتېری نصیب‌الله سلام‌وطندار ته لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه‌ده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.

د ملي اردو دغه سرتېری له دفاع وزارته غواړي، که چېرې ستونزو ته یې رسېدنه ونه‌شي دغه کمپ به د وسله‌والو لاسته ولوېږي.

خو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند سلام‌وطندار ته وویل، وردکو ولایت کې د پنځمې لوا د سرتېرو ستونزو په اړه پلټنې کوي او ژر به ورته رسېدنه وشي.

اخوا د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، لاهم د جلرېز ولسوالۍ د «کوټه‌عشرو» سیمې سرتېرو ته د پام وړ مرسته نه‌ده رسېدلې او دغه سیمه اوس هم د طالبانو لوړ ګواښ سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د ‌وردکو ولایت د جلرېز ولسوالۍ له «کوټه عشرو» سیمې داسې یوه ویډیو رسنیو کې لاس په لاس شوه چې د ملي اردو سرتېري د طالبانو له لوري کلابند شوي وو او ولسمشر نه یې د مرستې غوښتنه کوله چې وروسته د ملي دفاع وزارت وویل، یادې سیمې ته یې مرستندويه سرتېري لېږلي او ستونزه په بشپړه توګه حل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام