‌وردک ولايت کې د ملي اردو د یوه ټولي سرتېرو ته ۴ ورځو راهیسې ډوډۍ نه‌ده رسېدلې

وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلې‌لوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سي‌سي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د دغه کمپ سرتېری نصیب‌الله سلام‌وطندار ته لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه‌ده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.