د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټول‌ګډونه حکومت اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د زمري په ۲۴مه پر افغانستان  له ولګې وړاندې، ترکیې ویلي وو په پام کې لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت او امنیت ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې ولسمشر پرون «سي‌بي‌اس» خبري شبکې ته ویلي، اوس مهال په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت نشته او تر هغه وخته پورې چې د طالبانو حکومت د ټولنې د ټولو قشرونو استازیتوب ونه کړي، ترکیه به دغه هېواد ته لاړه نه شي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د کابل نړیوال هوايي ډګر تخنیکي ستونزې حل شوي او دغه هوايي ډګر ټولو کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، له ټولو هوايي شرکتونو او هېوادونو تمه لري چې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه دې خپلې نړیوالې الوتنې له سره پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز لیکلي چې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله، د هېواد هوايي سکتور له یو لړ تخنیکي ستونزو سره مخ شوی وو چې له کبله یې په یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو کې ګڼ‌شمېر افغانان ګېرپاتې وو او هغوی چې غوښتل له هېواد څخه بهر ووځي، ونه توانېدل چې د یادو ستونزو له امله تګ راتګ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام