Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل نننۍ چاودنې تراوسه ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

1d99bf8e-6377-425e-b6a4-1edd47e3cd7c

د کابل په نننۍ چاودنه کې تراوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو او لس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر لیکلي چې تراوسه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته د چاودنې له ځایه ۱۴ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې څلورو یې مخکې له مخکې ژوند له لاسه ورکړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کابل امنیې قومانداني هم سلام‌وطندار ته وویل چې چاودنه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته هغه مهال شوې چې لمونځ‌کوونکي له جومات نه راوتل.

د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته وویل چې نننۍ چاودنه د وزیر محمداکبرخان جامع جومات مخې ته پر سړک هغه مهال شوې چې لمونځ‌کوونکي له لمانځه وروسته له یاد جومات نه په را وتلو وو.

هغه د چاودنې څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې ټول قربانیان یې ملکیان دي.‏

بله‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر دا چاودنه غندلې او له خلکو یې غوښتي چې د ورته کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام