کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای برید؛ چین: پنځه وګړي مو ټپیان شوي

رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د کابل نننۍ چاودنې تراوسه ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کابل په نننۍ چاودنه کې تراوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو او لس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر لیکلي چې تراوسه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته د چاودنې له ځایه ۱۴ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې څلورو یې مخکې له مخکې ژوند له لاسه ورکړی و.