د روزګان د امنیې قومنداني چارواکي وايي د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې پرون ناوخته يو ماشوم ماين چاودنې وژلی او يو بل یې ټپي کړی دی.
د امنيه قومنداني وياند اغاولي قریشي وايي چې پېښه پرون د ترینکوټ په ديک نومي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې يادو ماشومانو د هاوان مرمۍ په يوې سرګولولې لوبې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د ټپې ماشوم روغتیايي حالت نازک دی او د ښې درملنې په موخه کندهار ولایت ته لېږدول شوی دی.

نوموړی سلام‌وطندار ته وویل: «پرون ناوخته د مرکز ترينکوټ ديک سيمه کې د هاوان سرګولولې چاودنه کړې، يو ماشوم يې شهيد کړی او يو بل ټپې دی چې د درملنې په هدف کندهار ولايت ته انتقال شوي دي. ماشومانو په دغه ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې په  روزګان کې ملکي کسان د ناچاده توکو قرباني کیږي تردي مخکي هم په ورته پيښو کې ملکي کسانو ژوند دلاسه ورکړی وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام