د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې څلور ورځې وړاندې د هرات ښار «نواباد» سیمه کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی. د هغوی په وینا، د یوه ټپي او دوو ماشومانو جسدونه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

اصف هغه هراتي ماشوم دی چې درې ورځې وړاندې یې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې. هغه چې اوس هم د هرات حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي، دغه پېښه کې یې خور او درې د خاله زامنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه ماشوم په وینا، د خاله زامنو یې یوه ناچاوده مرمۍ کور ته راوړې وه او د لوبو کولو پرمهال یې چاودنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اصف زیاتوي: «سهار وختي وو، زه ویده وم. راغلل او زه یې له خوبه را پاڅولم او ویل یې چې مونږ داسې څه پیدا کړي. زه نه تلم خو په زوره یې کش کړم. مشر ورور یې اوچته کړه او وې یې وړه، چې همدې وخت کې یې چاودنه وکړه، څلور کسان مړه شول چې زما خور هم په کې شامله ده.»

په همدې حال کې د دغه ټپي شوي ماشوم مور نازنین وايي خوریونو یې غوښتل یوه ناچاوده مرمۍ بازار کې د زړې وسپنې په توګه وپلوري، چې چاودنه یې کړې ده.

نازنین وویل: «ماشومان سهار وختي پاڅېدل چې درس ته لاړ شي. مرمۍ هم زمونږ د حویلي څنګ ته ویاله کې وه. مونږ ټول کور کې وو او ماشومانو هغه راپورته کړې وه او کور ته یې راوړه، چې دا وسپنه ده او غوښتل یې تر ماتولو وروسته یې وپلوري. بیا یې چاودنه وکړه، څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ او دا هم ټپي شو، روغتون ته مو راوړ او پښه یې ترې غوڅه کړه.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وايي چې تېره یوه میاشت کې د ماشومانو په ګډون تر لسو زیات کسان د ماین او ناچاودو مرمیو چاودنه کې وژل شوي او ټپیان دي. هغه وویل، تازه پېښه کې څلورو ماشومانو ژوند بایللی او د دوو جسدونه او یو ټپي دغه روغتون ته لېږدول شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني هم دغه ولایت کې د ناچاوده مرمیو شتون څخه اندېښنه ښيي او له خلکو غواړي چې د مشکوکو مواردو په لیدو سره امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي، ترڅو د خونړیو پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام