سامعه سما د هند په یوه پوهنتون کې هغه افغان محصله ده چې له یوه کال راهیسې ترې زده‌کړې پاتې دي. هغه وايي، که څه هم د محصلانو په مخ د هند د ټولو پوهنتونونو دروازې پرانېستې دي، خو د ویزې نه لرلو له کبله نه ده توانېدلې چې خپلو درسونو ته ورشي.

ذکریا یو بل محصل دی چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د هندوستان مرستندویه بورسیې ته بریالی شوی، خو په وینا یې، د کورونا ویروس خپرېدو له کبله یې زده‌کړې په انلاین ډول کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، تمه یې لرله چې د کورونا ویروس په کمېدو سره به د زده‌کړو لپاره هند ته ولاړ شي، خو هېواد کې د اسلامي امارت واکمنېدو دا چار ټکنۍ کړه او دی ونه توانېد چې د هند ویزه واخلي. ذکریا وايي، یوشمېر محصلان د خپل ناڅرګند برخلیک له کبله پر اروایي ناروغیو اخته شوي دي.

د هند په یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس محصل حسیب‌الله قریشي چې له تېر یوه کال له خپلو درسونو پاتې دی، په کابل کې د هند له سفارت څخه غواړي چې دوی ته ویزې ورکړي.

شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې کابل کې د هند سفارت پرانېستل شوی دی. هندي چارواکو د دغه سفارت د پرانېستلو موخه د بشردوستانه خدمتونو وړاندې کول بللي دي. په هند کې د افغانستان سفارت د شمېرو پر بنسټ، اوس د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې شاوخوا ۱۳ زره افغان محصلان چې پنځه سلنه یې نجونې دي، زده‌کړې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام