له امریکا څخه افغانستان کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې ویلي، له افغانستان څخه د دغه هېواد له وتلو وروسته، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې له مخکي حکومت سره یې مرسته کړې وه، ترې پاتې دي. دغو پوځي تجهیزاتو کې الوتکې، پوځي وسایط، د مخابرې دستګاوې او بېلابېل ډوله وسلې او نور مهمات شامل دي.

بريټانوی ډيپلوماټ: انګلستان له کابله د تخلیې پر مهال نږدې ۲۰۰ سپیان او پیشوګانې ایستلي

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې لندن په کابل کې خپل افغان همکاران طالبانو ته پرېښودل، خو پیشوګانې او سپیان یې را واېستل. هغه په دغه بهیر کې د بريټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن پر مستقیمې لاسوهنې تورن کړی دی.