Asset 1SWN

د افغانستان بانک: پر خصوصي بانکونو مو ۱۰۰میلیونه نوي افغاني بانک‌نوټونه ووېشل

this_is_for_site1

 د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد ټولو خصوصي بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیونه نوي افغاني بانک‌نوټونه ورکړي او له یادو بانکونو څخه یې زړې افغانۍ راټولې کړې دي.

د افغانستان بانک نن چهارشنبه د سلواغې پنځمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وېشل شویو افغاني بانک‌نوټونو کې لس‌ګون، شل ګون او سل ګون بانک‌نوټونه شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه بانک لیکلي: «له څه مودې راهیسې خلکو په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له شتون شکایت درلود دا دي د افغانستان بانک د امکاناتو په پام کې نیولو سره سوداګريزو بانکونو ته د نویو بانکنوټونو د ورکړې پروسه پیل کړه. باید وویل شي چې د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وویشل شول او په مقابل کې یې له یادو بانکونو څخه زاړه بانکنوټونه راټول شول. په دې بانکنوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون او سل ګون بانکنوټونه شامل دي.»

په ورته مهال د افغانستان بانک له خلکو غوښتنه کړې چې د نوي افغاني بانک‌نوټونو ساتنې ته پام وکړي، څو له وخت مخکې زاړه نه‌شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د افغانستان بانک داسې مهال د نويو بانک‌نټونو د وېش خبره کوي چې له اوږدې مودې راهيسې د هېواد په بازارانو کې د زړو افغاني بانک‌نټونو له امله د خلکو او صرافانو شکایتونه ډېرشوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام