Asset 1SWN

د هېواد په بازارونو کې د زړو بانک‌نوټونو له ډېروالي د خلکو شکایت

پول-فرسوده

یو‌شمېر کابل ښاریان د زړو بانک‌نوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال زړو پیسو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د نوي ښار یو هټۍ‌وال شهنواز وايي چې هره ورځ له پېردونکو سره د زړو پیسو د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زړې پیسې ډېرو لرو چې حتا نیمايي برخه نه وي، یوه څنډه یې سوځېدلې وي. کله چې موږ زړې پیسې پېردونکو ته ورکوو، ډېر جنجال کوي او نه یې اخلي. موږ د هټۍ ګټه په زړو پیسو کې ورکوو. له حکومت مې غوښتنه ده چې بازار ته نوې پیسې وړاندې کړي، څو خلک ترې ګټه واخلي.»

په ورته مهال د کابل ښار یو صراف سلام‌وطندار ته وايي، هره ورځ یوه ډېره برخه زړې پیسې تبادله کوي او کله یې چې بانک ته د تبدیلي لپاره وړي، هلته یې ترې نه اخلي او ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل: «هره ورځ موږ ډېرې زړې پیسې راټولوو، له ۱۸ تر ۲۰ زره ډالرو پورې چې شهزاده سرای کې یې پلورو او وینو یې چې ۵۰۰زره افغانۍ یې زړې وي، له دولت غواړو چې زړې پیسې ټولې او نوي بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه جبار صافی هم وايي، تر هغو چې نوي چاپ شوي افغانۍ بازار ته وړاندې نه‌شي، ښايي بهرني پیسې د هېواد په بازارونو کې یو ځل بیا دود شي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک مسوولان که څه هم بازار ته د نویو چاپ شویو افغانیو د وړاندې کولو کره نېټه نه ښيي، خو وايي چې دغه نوي بانک نوټونه د یوې ځانګړې پروسې او اړتیا له مخې بازار ته وړاندې کېږي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي: «د افغانستان بانک د بازار د اړتیا او پولي سیاستونو ته په پام او د مشخصو طرزالعملونو پر بنسټ، زاړه بانکنوټونه راټولوي او نوي بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د افغاني بانک‌نوټونو د زړښت په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته دوه نیمې میاشتې وړاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې نوي چاپ شوي افغانۍ به بازار ته وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام