د افغانستان بانک د عالي شورا غړی: د افغانستان د اقتصادي ناورین حل لاره نیویارک کې ده

د افغانستان بانک عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا په درشل کې دی او امریکا کولای شي چې د پاشلتیا مخه یې ونیسي. نوموړي الجزیرې خبري شبکې ته په یوه استولي لیک کې ټينګار کړی چې افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخ دی او د مخنیوي حل لاره یې نیویارک کې ده.

شنونکي: پاکستان د افغانستان له بحراني وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې په طبي، ټکنالوژۍ، حسابداري او مالي چارو کې روزل شوی کاري ځواک افغانستان ته واستوي. د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د دغه کار موخه په افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو مخنیوی بلل دی.