د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه چې په هېواد کې مرستندویه بنسټونو د بشري حقونو وضعیت ناسم بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام‌محمد اسحاقزي په دې غونډه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه ویلي چې نړۍ دا ډله څاري او باید هغه څه ونه کړي چې بشري حقونه نقضوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، طالبان باید پوه شي چې دا سرغړونې به یې بې‌ځوابه پاتې نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د توندو څرګندونو ترڅنګ، د اروپايي اتحادیې استازو هم طالبانو ته خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د اروپايي اتحادیې استازو ویلي چې د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو سرغړونې څاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د دغو حقونو نقض د منلو یاد کړی او ویلي یې دي چې سلګونه زره افغانان اوس د طالبانو له وېرې خپل هېواد پرېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام