د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت له ۶۰سلنه ډېر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي او که بیارغاونې ته یې پام ونه شي په بشپړ ډول به له‌منځه ولاړ شي. هغوی وایي، د تاریخي اثارو او ځایونو شتون د هېواد د هویت ښکارندوی کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دغو لرغونو ځایونو ساتنه وکړي.

د هرات یوه فرهنګي شخصیت همایون احمدي وویل: « زیاتره لرغونې لکه، د هرات د لمانځه له تالار څخه نیولې د اختیارالدین تاریخي کلا پورې او د هرات شاوخوا وړو ودانیو پورې ډېری تاریخي ځایونه د ویجاړېدو په حالت کې دي. دا ټول جګړې زیانمن کړي دي، نه یواځې د هرات او  د افغانستان خلک د جګړو له امله زیان لېدلی، بلکې تاریخي ځایونه هم زیانمن شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات یو تن اوسېدونکی محمد عزیزي هم وایي چې حکومت باید په دې برخه کې جدي ارزونې وکړي. هغه زیاتوي، لرغونې ځایونه د یو هېواد هویت او د یو ولایت نښه بلل کېږي چې باید ورته رسېدنه وشي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ځایونو د ساتنې امر زلمی صفا وایي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰سلنه تاریخي ځایونه ویجاړ شوي دي. هغه ټینګار کوي چې د اسلامي امارت چارواکي او کورني او بهرني موسسې باید د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي

دغه‌راز، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني وایي چې اسلمي امارت د دغه ولایت د تاریخي ځایونو ترمیم او بیارغاونې لپاره موثر پروګرامونه لري او د تاریخي اثارو او ارزښتونو لپاره هڅه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هرات ولایت له ۷۸۰ ډېر تاریخي او لرغونې ځایونه لري چې ځینې یې د لمنځه تلو په حالت کې دي. د هرات مسوولان او اوسېدونکي وایي چې د افغانستان چارواکي او بهرني هېوادونه تل د دغه ولایت د تاریخي ځایونو پر ارزښت ټینګار کړی؛ خو د هغه په بیارغاونه او ساتنه کې پاملرنه نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام