د هرات ولایت په اوبه ولسوالي کې هغه څلور ورونه چې له غیرقانوني کډوالۍ څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي، په دغه ولسوالي کې یې د کبانو د روزنې یو فارم جوړ کړی چې اوس خورا مشهوره شوی دی.

دوی وايي، څه باندې ۱۰ کاله کېږي چې د کبانو روزلو دغه فارم یې جوړ کړی او په دغه موده کې یې کاروبار ښه وده کړې ده. د دوی په وینا، که څه هم دولت هغوی سره د کبانو روزلو په برخه کې همکاري نه ده کړې، خو بیا هم توانېدلي چې کبانو ته د هرات د اوسېدونکو د اړتیا لویه برخه تامین کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

معصوم احمدي چې د دغو څلورو ورونو له ډلې یې یو دی، د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د کرنې په ځانګړې توګه د کبانو روزلو برخې ته ډېر پام وکړي.

د هرات د اوبې ولسوالي اوسېدونکي د دغو ځوانانو له دغه ګام هرکلی کوي او وایي، د لالاغذا کبان ښه کیفیت لري او د کرنې ریاست باید د دوی د کاروبار د ودې او بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي.

د هرات یو شمېر ځوانان چې د دغه فارم د لېدو لپاره اوبې ولسوالي ته تللي، اسلامي امارت څخه غواړي چې د کورنیو تولیداتو پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

دغه ځوانان وایي، د یاد فارم د کبانو د کیفیت او خوند په اړه یې ډېر اورېدلي، ځکه ډېری خلک د تفریح لپاره دلته راځي. د یاد فارم مسوولان وایي چې د دغه فارم په جوړېدو سره یې یوشمېر ځوانانو ته د دندې زمینه برابره کړې چې اوس مهال ورسره په دغه فارم کې ۱۸ کسان کار کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کبانو د روزنې د دغه فارم مسوولان له ځوانانو غواړي چې له غیرقانوني کډوالۍ څخه لاس واخلي او د هېواد پرمختګ لپاره کار وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام