د غزني د کرنې ریاست د مالدارۍ امر فایق احمدي وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د اوبو په بندونو کې بېلابېل ډ‌وله کبانو شتون درلود چې اوس مهال  د دغو کبانو شمېر د ښکار او وچکالۍ له امله له ورکېدو سره مخ دي.

احمدي زیاتوي چې دوی په دې اړه د کرنې ریاست له لارې یوه طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته سپارلې چې له مخې یې، دوی کولای شي په غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت په مالستان او قره‌باغ ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې دوه خصوصي فارمونه جوړ شوي او د غزني د کرنې ریاست په پام کې لري چې سږکال په غزني ښار کې د کبانو د روزنې یو فارم جوړ کړي.

په ورته مهال د غزني د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ آمر وایي، د کبانو د صنعت د ودې په موخه دوی په پام کې لري چې سږکال د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د کبانو د روزنې فارمونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي وایي چې له دې وړاندې به د دغه ولایت په طبعي اوبو کې لوی شوي کبان په بازارونو کې پلورل کېدل، خو اوس دغه ولایت ته له نورو ولایتونو څخه کبان راوړل کېږي چې بیه یې لوړه او کیفیت یې هم ښه نه دی.



د غزني ولایت یو اسېدونکی عطا‌الله بختیاري وایي، په غزني ولایت کې د کبانو د روزنې فارمونه کم دي او که چېرته په دې برخه کې پاملرنه زیاته شي، ګڼ‌شمېر خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت په سلطان بند او د ناور ولسوالي په یو‌شمېر سیمو کې کبان موجود وو چې په طبیعي توګه یې په اوبه کې وده کوله، خو په وروستیو کلونو کې د ښکار او وچګالۍ له امله د دغو کبانو شمېر مخ په ورکېدو دی.

 

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام