غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکول کېږي
د غزني د کرنې ریاست د مالدارۍ امر فایق احمدي وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د اوبو په بندونو کې بېلابېل ډوله کبانو شتون درلود چې اوس مهال د دغو کبانو شمېر د ښکار او وچکالۍ له امله له ورکېدو سره مخ دي. احمدي زیاتوي چې دوی په دې اړه د کرنې ریاست له لارې یوه طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته سپارلې چې له مخې یې، دوی کولای شي په غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکړي.