نامنظمې کډوالۍ شریف‌الله پر نشهیي توکو روږدی کړی دی. ۲۸ کلن شریف‌الله چې د لوګر اوسېدونکی دی، څو ځله یې د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نامنظمې کډوالۍ سختې لارې غوره کړي، خو اوس د نورو د اوږو بار دی.

شریف‌الله له سلام‌وطندار سره په خبرو کې پر هغه د سختیو تېرېدو کیسه کوي او وايي، څو ځله چې په قاچاقي لارو ایران ته تللی، یوازینی کار یې چې په دې موده کې زده ‌کړی، د ودانیو ګلکاري ده.

د هغه په څېره کې غم، درد او بې‌وزلي له ورایه ښکاري او په وروستي ځل درې کاله مخکې ایران ته ولاړ، خو دغې نامنظمې کډوالۍ یې ژوند وربدل او نورو ته اړ کړ.

شریف‌الله اوس پر نشهیي توکو روږدی دی او په ټولنه کې خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري. هغه پر لارې له دومره سختیو سره مخ شوی چې ان پر خپل تګ یې پښېمانه کړی دی.

شریف‌الله وايي، هره شېبه یې مرګ تجربه کړی او انساني قاچاقیان د لارې په اوږدو کې کډوالو ته سپکاوی او ناسم چلند ورسره کوي.

دغه ځوان وایي، یو کال کېږي چې هېواد ته راستون شوی او غواړي نشه‌يي توکي خوشې او عادي ژوند پیل کړي.

نوموړی له نورو افغانانو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غواړي چې په ناقانوني لارو نورو هېوادونو ته سفر و نه کړي او په خپل هېواد کې کار کولو ته اوږه ورکړي.

شریف‌الله له دولت نه غواړي چې د ناقانوني کډوالۍ مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي، څو ځوانان پر نشه‌يي توکو روږدي نه شي او له مرګه هم وژغورل شي.

په ورته وخت کې د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امر نوراحمد صالحي سلام‌وطندار ته ویلي، اوس هم په دغه ولایت کې نامنظمه کډوالي دوام لري چې د اندېښنې وړه ده.

د صالحي په وینا، په دغه ولایت کې د نامنظمې کډوالۍ ستونزه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له عالي کمېشنرۍ سره هم شریکه کړې او ژر به له بېرته راګرځول شویو کډوالو سره یوه اندازه مرسته هم وشي. د نوموړي په وینا، له تېر کال نه تر اوسه ۹۰۱ کسان چې ډېریې د نامنظمې کډوالۍ له لارې تللي وو، بېرته دغه ولایت ته ورغلي دي.

د کډوالۍ د معلوماتو مرکز مشاورې فریحې جبارخېلې هم سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم په نړۍ کې د کورونا ناروغۍ له خپرېدو سره د ډېری هېوادونو پولې تړل شوي، خو بیا هم ګڼ افغان ځوانان په نامنظمې کډوالۍ نورو هېوادونو ته ځي.

جبارخېله وايي، هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۳ نه تر ۱۵ پورې افغانان له دوی سره د نامنظمې کډوالۍ په اړه سلامشورې کوي.

ناامني، د کاري اسانتیاوو نه موجودیت او بې‌وزلي هغه موارد دي چې ډېری ځوانان یې له کبله په نامنظو لارو بهرنیو هېوادونو ته روانېږي.

د کډوالۍ د معلوماتي مرکز معالومات ښيي، سره له دې چې په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې کورونا ویروس خپور شوی، خو لا هم یو شمېر افغان ځوانان نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي.

تازه د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ ايراني پوليسو ۵۷ هغه افغان کډوال چې په قاچاقي لارو دغه هېواد ته دننه شوي وو، تر نیولو او شکنجې وروسته هريرود سيند ته وغورځول چې یوازې ۲۳ هغه یې وژغورل شول او بیا د دې پېښې د څېړلو لپاره د افغان حکومت او ایران له لوري یو ګډ پلاوی هم وګومارل شو.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام