کډوالي؛ جوړ ولاړم، روږدی راوګرځېدم
نامنظمې کډوالۍ شریفالله پر نشهیي توکو روږدی کړی دی. ۲۸ کلن شریفالله چې د لوګر اوسېدونکی دی، څو ځله یې د بېوزلۍ، تنګلاسۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نامنظمې کډوالۍ سختې لارې غوره کړي، خو اوس د نورو د اوږو بار دی.