کندهار کې یوه کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې یوه روږدي کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

پېښه بېګاه شپه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

کډوالي؛ جوړ ولاړم، روږدی راوګرځېدم

نامنظمې کډوالۍ شریف‌الله پر نشه‌یي توکو روږدی کړی دی. ۲۸ کلن شریف‌الله چې د لوګر اوسېدونکی دی، څو ځله یې د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نامنظمې کډوالۍ سختې لارې غوره کړي، خو اوس د نورو د اوږو بار دی.