خجسته هروي په هرات ولایت کې یو له هغو لسګونو معلولو ښځو څخه ده چې په دغه نندارتون کې یې په خپل لاسونو جوړ کړي لاسي صنایع نندارې ته ايښي.

هغه وايي چې څه باندې اوه کاله کېږي د لاسي صنایعو پر تولید بوخته ده او په دې موده کې یې ډېری لاسي صنایع جوړې کړې دي. خو د نوموړې په وینا، مخکیني حکومت د معلولو وګړ هنري کارونو ته پام نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 سومیه دروېش او عبدالستار سکندري دوه نور هغه معلولان دي چې دغه نندارتون کې یې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي دي. دوی وايي چې معلولیت ناتواني نه ده، بلکې دوی ښه وړتیا لري چې کولای شي، ټولنې ته کار وکړي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې معلولو وګړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بل‌خوا د یاد نندارتون چمتوو کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې معلول کسان له ځانګړو استعدادونو برخمن دي، خو د اړوند مسوولانو او بنسټونو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې دا شان نندارتونونو ته په کم‌شمېر سره خلک ورشي او ملاتړ ترې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد نندارتون مسوولان او د هرات معلولان له نوي حکومت او له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د معلولو وګړو ملاتړ وکړي، څو دوی وکولای شي په راتلونکي کې ستر کارونه ترسره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام