د «نریمان کلا» د بادغیس د لسګونو تاریخي ځایونو له ډلې یو هغه دی چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار لوېدیځ لوري ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د آب‌کمري ولسوالي اړوند پر یوې غونډۍ پروت دی. د بادغیس یوشمېر فرهنګیان وايي چې د دې کلا ډېرې برخې له زرګونو کلونو وروسته اوس ویجاړې او له منځه تللې دي.

د بادغیس یو فرهنګپال مسعود وايي، نه یوازې د نریمان کلا، بلکې د دغه ولایت ډېری تاریخي ځایونه له ورکېدو سره مخ دي. هغه وايي: «د نریمان کلا په اړه ویل کېږي چې ډېر تاریخي اثار په‌کې وو او له منځه تللي. مشران کیسه کوي چې په دې کلا کې ډېر تاریخي اثار وو چې په تېر کې به خلک ورته راتلل، کیندنې به یې کولې او ښه وسایل به یې ترې را اېستل.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د بادغیس اوسېدونکي او مدني فعالان د تېر حکومت پر چارواکو نیوکه کوي او وايي، که د دغه ولایت تاریخي ځایونه او اثار بېرته جوړ او ونه ساتل شي، دغه فرهنګي هویت به یې پر کنډواله بدل شي.

د بادغیس اوسېدونکی محمدرفیق احدي وايي: «تاریخي اثار او ځایونه د هېواد د فرهنګ او تاریخ نښې دي او د اطلاعاتو او کلتور یاست یې باید په ساتلو کې لازم اقدامات وکړي، څو تاریخي اثار او ځایونه تر دې نور پر کنډواله بدل نه شي.»

د بادغیس یو مدني فعال محمدیار ناظم هم وايي چې د بادغیس تاریخي اثار او ځایونه له ورکېدو سره مخ دي او باید وساتل شي. په همدې حال کې د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس بازمحمد سروري وايي چې د دغه ولایت تاریخي اثار او ځایونه ورته لومړیتوب لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تېرې شل کلنې جګړې دوام او د مخکیني حکومت د مسوولانو او نړیوالو بنسټونو بې‌غوري د دې لامل شوې چې د هېواد، په تېره د بادغیس تاریخي اثار او ځایونه له منځه ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بادغیس د «مورچاک کلا» د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه کې په بشپړه توګه ویجاړه شوه او تر اوسه هېڅ پام ورته نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام