هرات کې د یو‌شمېر چاپ‌خونو خاوندان وايي، نږدې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت ښاروالي ټولو چاپ‌خونو او تبلیغاتي شرکتونو ته یو مکتوب لېږلی او ترې غوښتنه یې کړې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له چاپ څخه ډډه وکړي.

په دغه مکتوب کې راغلي: «د مرکزي چارواکو له لوري په شفاهي توګه دې ادارې ته لارښوونه شوې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول د اسلامي امارت په تګ‌لارې کې نشته او د اصولو خلاف دی، له دې امله د ښاروالي له محترم ریاست غوښتنه کوو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هرات د استخباراتو ریاست له لارښوونې سره سم، د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرېدو مخنیوی وکړئ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هرات کې د یوشمېر چاپ‌خونو مسوولان چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي، د اسلامي امارت دغه اقدام د ځان په ګټه نه بولي او وايي، په وروستیو څو ورځو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو د نه چاپ له امله زیان وراوښتی دی.

د دوی په وینا، د اسلامي امارت مسوولانو ګواښ ورته کړی، که چېرته یې د ژوندیو موجوداتو تصویرونه چاپ کړل، قانوني چلن به ورسره وکړي.

د چاپ‌خونو خاوندان د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې دغه بندیزونه لري کړي، څو دوی له اقتصادي رکود سره مخ نشي. خو د هرات ښاروالي مسوولان بیا وايي، دغه مکتوب یوازې د ښاروالي ریاست دننه د اجرا وړ دی او نورو ارګانونو پورې اړه نه لري.

د هرات ښاروال حیات‌الله مهاجر فراهي سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی یوازې د یادې ادارې د نشراتو څانګه کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر چاپ بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هرات محلي مسوولانو دغه ولایت کې یو‌شمېر نور بندیزونه هم لګولي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې بندیزونو کې راغلي چې د کورنۍ ښځې او نارینه به رسټورانټونو کې یوځای خواړه نه خوري، ښځې د موټر چلولو جواز نه‌شي اخیستلی او وروستی هغه هم رسنیو کې د ښځو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام