Asset 1SWN

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

Mulah_mannan-p7735je7ngvfg5p3cz03mn4rjpb34hknh2ppzj7830

په هرات کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په کابل کې مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، ملا نیازی له هرات څخه کابل ته د درملنې لپاره راوړل شوی و.

ملا نیازی د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ماښام، د هرات د ګذرې ولسوالي اړوند په «میرداوود» سیمه کې د ناپېژنده وسله‌والو په برید کې ټپي شوی و. په دې برید کې د ملا نیازي درې کسان هم وژل شوي دي. خو په هرات کې یوه امنیتي سرچینه وایي، ملا نیازی په هماغه شپه چې ټپي شوی و، مړ شوی؛ خو د طالبانو جلا شوې ډلې د نوموړي د مرګ خبر پټ ساتلی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملا عبدالمنان نیازی، د ملا رسول په رهبرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال و. محلي سرچینې هغه مهال ویلي و چې ملا نیازی له ۳ ټپیانو سره یوځای د هرات حوزه وي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملا نیازي د هرات او بلخ د والي په توګه دنده ترسره کړې، نوموړی د طالبانو د پخواني رهبر ملا اخترمنصور له مړینې وروسته، د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

 افغان دولت د ۱۳۹۲کال په وري میاشت کې په پاکستان کې د ملا محمدعمر د مړینې خبر تایید کړی و. د ملا محمدعمر له مړینې وروسته، ملا اخترمنصور د نوموړي ځای ناستی وټاکل شو، خو د نوموړي ټاکل کېدو د طالب قومندانانو ترمنځ اختلافونه راوټوکول چې وروسته بیا دغه اختلافونه د دې لامل شول چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملا رسول په رهبرۍ ډله له طالبانو ځان جلا کړي او ملا نیازی خپل مرستیال وټاکي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام