د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د «پل علم ټرافي» په نوم د کرېکټ شل اووره سیالۍ پيل شوې.

د دغه ولایت د کرېکټ امر بشیراحمد ساحل سلام‌وطندار ویلي چې په دغو سیالیو کې به د کابل، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو د کرېکټ لوبډلو ترڅنګ د چهاراساب او محمداغې ولسوالیو لوبډلې هم برخه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ساحل زیاته کړه چې په ورځ کې به د څلورو لوبډلو ترمنځ دوه شل اووره لوبې کېږي او د کرېکټ مینه‌والو لپاره یې هم پراخ تدابیر نیولي دي.

د پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو د کرېکټ استازیو په خپل وار سره د یاد ټورنمنټ په پیلېدو خوښي څرګنده کړه او د لوګر کرېکټ امریت دا اقدام یې وستایه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر ولایت د کرېکټ امریت د معلوماتو له مخې، پل علم ټرافي د لوګر کرېکټ امریت په نوښت او کوربه‌توب د شپږو لوبډلو«پکتیا، غزني، لوګر، پکتیکا، چهاراسیاب او محمداغې ولسوالیو) ترمنځ جوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام