د امریکا ولسمشر جوبایډن دوشنبه ټلویزیوني وینا کې وویل، د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینې کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر ویلي، د دغه برد جواز یې خپله صادر کړی او د الظواهري په وژل کېدو سره عدالت تایمن شوی او د القاعدې شبکې مشر نور ژوندی نه دی. د هغه په وینا، د القاعدې مشر دې وروستیو لسیزو کې پر امریکایانو په ځانګړې توګه تانزانیا هېواد کې د امریکا پر سفارت برید کې اساسي رول درلود.

بایډن زیاته کړې چې ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن‌لادن له وژل کېدو وروسته، الظواهري د القاعدې شبکې مشري په غاړه درلوده. هغه ویلي چې الظواهري کلونه د امریکا تر تعقیب لاندې وو او دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ غړو سره د یو ځای کېدو لپاره کابل ته تللی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې پر هغه کور هوايي برید کې چې د القاعدې شبکې مشر په کې ژوند کاوه، د هغه د کورنۍ نورو غړو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی. نوموړي ویلي: «الظواهري د القاعده له مهمو کسانو څخه وو. کله چې بن‌لادن ژوندی وو، ده یې د مرستیال په توګه کار کاوه. پر الظواهري برید په ډېر دقت سره طرحه شوی. دا یو بریالی ماموریت وو.»

بایډن زیاته کړې چې امریکا اجازه نه ورکوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شي. هغه ویلي چې امریکا به د امریکایانو له ګټو څخه ساتنې ته دوام ورکړي او که څوک هر ځای کې د امریکا پر وړاندې ګواښ وکړي، هغه به مشخص او پر وړاندې به یې اقدام وشي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو او ملګروملتونو د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د القاعدې شبکې له بیا ځواکمنېدو څخه خبرداری ورکړی وو. ملګرومتونو د سږکال جوزا میاشت کې وویل، القاعده افغانستان کې پناه ځایونه لري او راتلونکو کلونو کې د بریدونو ترسره کولو وړتیا ترلاسه کوي. دغه سازمان ویلي وو چې د القاعده لسګونه مشران او ورپورې تړلې ډلې افغانستان کې مېشتې شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکايي چارواکو د څرګندونو پر اساس، د تېرې د یکشنبې ورځې برید د کابل ښار شېرپور سیمه کې پر یوه کور وشو. د اسلامي امارت چارواکو هم تېره ورځ دغه برید تایید کړ، خو هغه یې د دوحې هوکړې خلاف عمل وباله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لومړي سر کې د برید څرنګوالی نه وو مشخص شوی، خو د استخباراتي بنسټونو موندنې ښيي چې دغه برید د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو له لوري شوی دی.

ښاغلی مجاهد زیاته کړې، دغه برید چې د هر هدف او پلمې لپاره شوی، د اسلامي امارت له لوري غندل کیږي او د نړیوالو اصولو خلاف یې بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام