Asset 1SWN

سلام وطندار

محمدصادق عاکف: شریعت به د نړیوال مشروعیت په بیه معامله نه کړو

DSC03634-qe36rctr77y83zwsfasnxvpej87nq2yiq8ofysx094

د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ میاشتې په پنځلسمه نه یوازې په افغانستان کې سیاسي نظام ړنګ شو، بلکې ادارې جوړښت او د حکومتولۍ ډول هم ورسره له منځه ولاړ. له هغه وروسته چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د واک واګې په لاس کې واخیستې، ځینې نوې ادارې یې جوړې، خو ځینې پخوانۍ هغه یې منحل کړې.

د دغو ادارو له ډلې یوه هم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت دی چې د ښځو چارو وزارت پر ځای جوړ شوی، خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د دغه وزارت د جوړېدو بنسټ څه دی او دغې ادارې ته څه اړتیا ده؟

د سلام‌وطندار خبریال نصیر کشاورز دې او دې ته ورته نورو پوښتنو ته د ځواب موندلو په موخه د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت له ویاند محمدصادق عاکف سره مرکه کړې ده:

پوښتنه: د لومړۍ پوښتنې په توګه، غواړم پوه شم چې د محتسب کېدو لپاره کومو شرایطو ته اړتیا ده؟

ځواب: د محتسب کېدو لپاره ۱۰ بنسټیز شرطونه په‌کار دي. هر چا چې دغه ۱۰ ځانګړنې ولرې، کولای شي چې د محتسب په توګه وټاکل شي. لومړی باید فاضل او عالم واوسي، له علومو او فنونو سره بلدتیا ولري او وړه او لویه دورې یې پای ته رسولې وي. د تفسیر دوره یې لوستې وي. بیا کولای شي چې محتسب شي. په قرآن‌کریم کې هم راغلي ادعُ إِلىٰ سَبیلِ رَبِّکَ بِالحِکمَهِ وَالمَوعِظَهِ الحَسَنَهِ ۖ  یعنې د خدای دین ته په سمه توګه بلنه ورکړئ. یعنې څوک چې د خدای دین ته خلک رابلي، لومړی باید خپله معروف او منکر وپېژني، څو بیا نور خلک ورته راوبلي. کله چې یو کس خپله معروف او منکر ونه پېژني، څنګه کولای شي چې خلک راوبلي. محتسب باید د رابللو طریقه هم وپېژني. دا شرط دی چې د رابللو طریقه ورته معلومه وي. لقمان حکیم خپل زوی ته نصیحت کوي او وايي چې خلک ښو ته راوبله او له بدو یې راوګرځوه، خو که له ستونزې سره مخ کېږې، باید زغم ولرې. له خلکو سره ښه او سم چلن وکړه او باید له خلکو سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلن وکړې. محتسب باید متقي او پرهېزګاره وي. د خپل کار او اوسېدو ځای کې بد نوم ونه لري. دا هغه تر ټولو ښې ځانګړنې دي چې یو محتسب یې باید ولري.

پوښتنه: ایا مهمه ده چې محتسب باید پخوا د اسلامي امارت غړی پاتې شوی وي؟

ځواب: نه! دا مهمه نه ده. بلکې د هغه تېره کاري مخینه کتل کېږي چې څه کاره و، پخوا یې څه مسوولیت درلود و څه ډول پېژندل کېږي. که مخکې اربکی (د ولسي پاڅون‌کوونکو غړی) وي او خلک یې وژلي وي، اوس خلک ښايي ووایي چې هغه پرون اربکی و او خلک یې وژل، د خلکو کورونه یې لوټل؛ خو اوس د محتسب په توګه ټاکل شوی دی.

پوښتنه: هغو دیني عالمانو چې د تېر نظام تر چتر لاندې ژوند کاوه، ایا د امر بالمعروف وزارت په چوکاټ کې شته؟

ځواب: په تېر نظام کې داسې کسان وو چې د اشغال پر وړاندې یې مبارزه کوله، خو هغوی به ۱۶ کاله بندیانول او په اعدام به یې محکومول یا به یې له پنځو تر لسو کلونو بندي کول. که نن داسې یو کس محتسب کېږي، خلک به موږ ته څه وايي؟ دغه خلک (طالبان) به موږ ته ووایي چې ستاسو لپاره مو چاپې (نظامي عملیات) زغمل، بمبارونه مو زغمل او تا نن بیا هغه کس زموږ پر سر محتسب ټاکلی.

پوښتنه: ښاغلی عاکف، د امر بالمعروف وزارت په ۳۴ ولایتونو کې ریاستونه لري، که د دندې پرله‌پسې‌والي له اړخه هم ورته وګورو، هغه ځینې حکمونه او قوانین چې په کابل کې پلي کېږي، په ولایتونو کې نه پلي کېږي او برعکس، د حکمونو په پلي کېدو کې دغه تضاد د څه ښکارندويي کوي؟

ځواب: نه! زه دا نه تاییدوم. پالیسي یوه پالیسي ده. په کابل یا ولایتونو کې د حکمونو پلي کېدل یوشان دي. په ځینو ولایتونو کې د امر بالمعروف اقامې او د منکر اذالې ته اړتیا ده، خو په ځینو نورو ولایتونو کې یو ډول منکر شته او هلته هماغه منکر اذاله کېږي. خو په ځینو ولایتونو کې نور منکرات شته او لا ډېر امر بالمعروف ته اړتیا لري. په ټوله کې، ولایتونو ته په کتو د معروفاتو اقامه او د منکرانو اذاله اړتیا ته په کتو کېږي. په ځینو ولایتونو کې یې ځینې کسان په لوی لاس هغه ناسم چلن بولي. لکه په سرپل کې یوې پروژه‌يي رسنۍ یوه ویډیو خپره کړې وه چې یو پلار خپل زوی د دې لپاره چې ښوونځي ته نه‌دی تللی، وهي ډبوي او د امر بالمعروف محتسب هغوی خلاصوي. خو دغې رسنۍ دا ویډیو داسې خپره کړې وه چې ګواکې دغه محتسب یو کراچي‌وان وهي ډبوي؛ په داسې حال کې چې هغسې نه وه. وروسته همدغه پلار له خپل زوی سره راغی او ویې ویل، ما خپل زوی ځکه واهه ډبوه چې ښوونځي ته نه ته.

پوښتنه: ښاغلی عاکف، ډېر شکایتونه شته چې د بېلګې په توګه خلک کولای شي په کابل کې خپله ږیره وخرېیي، خو د امر بالمعروف محتسبان په ولایتونو کې له هغو کسانو پوښتنې ګروېګنې کوي چې خپله ږیره خرېیي، ولې؟

ځواب: دا وقعیت نه لري. موږ ولایتونو ته هم تللي یوو او کابل کې هم ګرځو. په ټولو ځایونو کې چلن یو ډول دی. د ږیرې په برخه کې سپارښتنه کېږي، خو هېڅوک نه شکنجه کېږي او نه هم وهل ډبول کېږي.

پوښتنه: د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې د امر بالمعروف وزارت پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې خلک د دغه وزارت له نوم څخه وېرېږي، په دې برخه کې ستاسو ځواب څه دی؟

ځواب: موږ د کورنیو چارو وزارت له سرپرست ښاغلي خلیفه صاحب سره غونډه لرله. هغه په یاده غونډه کې وویل چې یوه کس ورته ویلي چې موږ ستاسو د نوم له کبله درنه ډارېدو، خو اوس چې تا ګورو، بل ډول انسان یې. امر بالمعروف وزارت هم داسې ور پېژندل شوی چې خلک یې له نوم څخه وېرېږي، خو واقعیت بل ډول دی. مخکې به یې زموږ په نوم خلک وېرول، خو اوس وايي چې له تاسو ګران او زړه‌خوږي نشته. موخه یې دا ده وه چې د دغه وزارت تصویر هم همداسې دی؛ خو په عمل کې ډېر سم چلن کوي. دا د شرعې او دین یوه برخه ده. دا د هر مسلمان دنده ده او ټول باید لارښوونې اعلان کړي، نه دا چې منکر شي. له بده مرغه ځینې رسنۍ دا خبرې ناسمې تفسیروي.

پوښتنه: کومه غونډه چې تېره اوونۍ د امر بالمعروف وزارت په نوښت جوړه شوې وه، د اوسني نظام د ملاتړ لپاره وه که د اسراییلو پر وړاندې د حماس جګړې د ملاتړ؟

ځواب: د تېرې اوونۍ غونډه د څو مهمو موضوعاتو او ځانګړو موخو لپاره جوړه شوې وه. لومړنۍ موضوع دا وه چې د اسلامي امارت د مسوولانو خپلو مسوولیتونو ته واړوي، لکه ښه چلن او له عامو خلکو سره د امر بالمعروف همکاري او له عامو خلکو سره د مسوولانو ښه چلن، له دولت سره د ملت همکاري، د امر بالمعروف له مسوولانو سره د عامو خلکو همکاري او له نظام سره د ملت همکاري. خو ځینو د اسراییلو د ظلم په اړه خبرې وکړې؛ نو ځکه وویل شول چې ګواکې دا غونډه د حماس د ملاتړ لپاره ده؛ په داسې حال کې چې هر مسلمان حق لري چې د فلسطین له خلکو او د حماس له مجاهدینو سره همکاري وکړي او غږ یې اوچت کړي. اسراییلیانو د غزې پر خلکو برښنا او اوبه بندې کړي، غزې ته د خوراکي توکو دننه کېدو ته اجازه نه ورکوي. دا د هر بشر حق دی چې خپل غږ اوچت کړي.

پوښتنه: ډېری هغه حکمونه او فرمانونه چې د امر بالمعروف له لوري صادرېږي، نه یوازې له کورنيو غبرګونونو سره مخامخ دي، بلکې په نړیواله کچه هم غبرګونونه را پاروي. ایا تاسې نه غواړئ چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي؟

ځواب: موږ چې شل کاله مبارزه کړې او ټول‌ټال ۴۳ کاله په هېواد کې مبارزه شوې، د دې لپاره وه چې اسلامي نظام جوړ شي؛ هغه مبارزه چې د روسانو پر وړاندې وشوه، هغه چې د شر او فساد پر وړاندې وشوه او هغه مبارزه چې په تېرو شلو کلونو کې د اشغال پر وړاندې وشوه؛ ټولې د دې لپاره وې چې اسلامي نظام واکمن او اسلامي حکمونه پلي شي. موږ اوس هم همدا غواړو چې اسلامي نظام ټینګ او حکمونه پلي شي. هر چېرته چې هر دین او مذهب واکمن دی، پل قوانین او حکمونه عملي کوي. که د یهودیت قوانین په امریکا کې پلي کېږي، څوک څه نه وايي او که سېکولر او کمونېستي هېوادونه له خپل مذهب سره سم قوانین پلي کوي، هېڅوک خپل غږ نه اوچتوي؛ خو کله چې وغواړي په اسلامي هېوادونو کې اسلامي قوانین عملي کړې، د نورو غږ اوچتېږي. دا زموږ حق دی او زموږ خلک اسلامي نظام غواړي او زموږ وزارت دا دنده لري چې شریعت پلی کړي.

پوښتنه: ښاغلی عاکف، د افغانستان ټولنه په تېرو شلو کلونو کې په یو ډول له لوېدیځ سره جوړه راغلې وه، ایا په یو ځل کېدای شي چې دا ټولنه هغه لوري ته راوګرځوي چې امر بالمعروف وزارت یې په پام کې لري؟

ځواب: تاسې فکر وکړئ چې له دوو کلونو راهیسې موږ په ډېرې نرمۍ او ورو ورو د خلکو را بلنې ته دوام ورکړی؛ تر اوسه مو نه څوک وهلي ډبولي او نه مو څوک په غیرشرعي ډول بندي کړي دي. تر دې وروسته به هم له خلکو سره نرم مخې ته ولاړ شوو. تاسو که د دغه وزارت خبرې اورېدلې وي چې محتسبانو ته یې ډېره ښه بېلګه وړاندې کړه او ویې ویل چې کله مشروبات بند شول، په درېوو پړاوونو کې بند شول. په لومړي پړاو کې وویل شول چې شراب خوړل زیان لري، خو ګټه نه. په دویم پړاو کې شراب د لمانځه پر مهال بند شول (لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاهَ وَأَنْتُمْ سُکَارَى) او په درېیم پړاو کې د شرابو کارول په بشپړ ډول حرام وګڼل شول. له دغو درېوو پړاوونو ښه پایله ترلاسه کولای شوو چې هېواد مو شل کاله اشغال شوی و؛ ځکه موږ د خلکو پر ذهن او فکر کار کوو، پر هغوی فشار نه راوړو، خلک نه اړ باسو او له خلکو سره د زور چلن نه کوو. تل زموږ هڅه دا وه چې د خلکو پر فکر او ذهن کار وکړو.

پوښتنه: په دغو دوو کلونو کې، څومره خپلو غوښتنو ته رسېدلي یاست؟

ځواب: ډېر، له نېکه مرغه زموږ ملت ډېره همکاري کوي، ډېر کار شوی او اوس لږ نور کار ته اړتیا ده چې وشي. اوس هم له خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې تاسې ۴۳ کاله د شریعت پلي کېدو لپاره کورونه، بچیان او ځانونه قرباني کړل؛ ځکه موږ اوس غواړو چې شرعي حکمونه پلي کړو.

پوښتنه: د امر بالمعروف وزارت سرپرست همدا څو ورځې مخکې وویل چې په ټولنه کې منکرات صفر ته ټیټ شوي، دغه منکرات څه دي؟

ځواب: تاسو ته روښانه ده چې په ځینو ځایونو او پروګرامونو کې په ازاده توګه شراب کارېدل او پېر او پلور یې کېده. ښه مې په یاد دي چې دلته یوه سیمه وه، د واټونو پر سر به د شرابو او اوبو بوتلونه به یې په لاسونو کې وو او شراب به په هټیو او په ځینو سیمو کې په عامه ځایونو کې خرڅېدل.

پوښتنه: ښاغلی عاکف، موږ په ۲۰ کلونو کې دلته وو؛ خو هېڅکله مو ونه لیدل چې چا دې په ښکاره ډول د سړک پر سر شراب خرڅ کړي وي، تاسې شواهد لرئ؟

ځواب: همدا درې ورځې وړاندې د کابل په شهرنو کې د شرابو د تولید یوه کارخونه وپېژندل شوه او مسوولان یې ونیول شول. زه د جمهوریت دورې په اړه نه غږېږم، بلکې د اوس په اړه غږېږم. که د جمهوریت مهال په اړه خبرې وکړو، هغه مهال هم که په کابل کې نه وو، په افغانستان کې خو وو.

پوښتنه: پارکونو ته د ښځینه‌وو پر تګ د بندیز لامل څه دی، په دغو ځایونو کې څه روان وو؟

ځواب: دیارلس میاشتې ډېره موده ده، موږ ۱۳ میاشتې وخت ورکړ. موږ د ښځینه او نارینه‌وو د ګډون او د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې وکړې، ان ځایونه مو یې جلا کړل، ورځې مو بېلې کړې؛ خو کله چې په پام کې ونه نیول شول، په پای کې موږ اړ شوو چې پارکونو ته د ښځینه‌وو پر تګ بندیز ولګوو.

پوښتنه: ایا د ښځینه‌وو لپاره د پارکونو پرانېستلو پلان لرئ؟

ځواب: اوس دا پرېکړه شوې ده. دا چې به راتلونکي کې څه پرېکړه کېږي او په کومو شرایطو پرانېستل کېږي، هماغه وخت به وویل شي.

پوښتنه: یعنې پلان نه لرئ؟

ځواب: اوس له وخت مخکې ده او زه نشم کولای چې څه ووایم. دا چې په کومو شرایطو به خلاصېږي، دا به وروسته اعلان کړو.

پوښتنه: که د نړۍ ستر ځواکونه له سرپرست حکومت څخه وغواړي چې د رسمیت پېژندلو لپاره باید د امر بالمعروف وزارت ځینې حکمونه او فرمانونه لرې شي، ایا دغه کار کوئ؟

ځواب: د دغو حکمونو پلي کېدل محدودیت نه‌دی او باید محدودیت ورته ونه ویل شي. کله چې موږ د شرعي حکمونو د پلي کېدو په اړه غږېږو یا د اوسني نظام د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنه د شرعي حکمونو نه پلي کېدل وي، بیا به له تېر حکومت سره زموږ توپیر څه وي؟ موږ ولې له هغو سره مبارزه کوله او ولې د افغانستان خلکو یې پر وړاندې مبارزه وکړه؟ نو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د شرعي حکمونو نه پلي کېدل نه د افغانستان خلک مني او نه به هم موږ دغه کار وکړو.

پوښتنه: د افغانستان ټولنه به څه وخت د امر بالمعروف وزارت له معیارونو سره پر برابرې ټولنې بدله شي؟

ځواب: څرنګه مې چې وویل، موږ تر ډېر بریده خپلو موخو ته رسېدلي یوو، خو انساني ټولنه له تېروتنو خوندي نه ده. چېرته چې انسانان وي، هلته به تېروتنه هم وي. د وخت په تېرېدو سره ګورو او له خلکو سره وړاندې ځوو، څو یوه سپېڅلې ټولنه ولرو.

پوښتنه: د امر بالمعروف وزارت محتسبان چې ډېریو څارنو ته ځي، یوټیوبران هم ورسره ځي. دغه یوټیوبران د دې لامل کېږي چې زموږ د ځینو هېوادونو عیبونه خلکو ته وښودل شي، ایا دغه کار سم دی؟

ځواب: ځینې موارد شته چې په هغو کې ټولیز پندونه دي او خلکو ته پند دی. دغه موارد د همدې لپاره دي چې نورو ته پند وګرځي او نور ترې ځانونه وساتي او دغه کار ونه کړي.

پوښتنه: خلک به کله د امر بالمعروف له محتسب څخه نور ونه ډار شي؟

ځواب: خلک اوس هم نه ډارېږي؛ بلکې خلک تر ډېره بریده همکاري کوي. زموږ محتسبان هم له خلکو سره ډېر ښه چلن کوي. که چېرته تېروتنه شوې وي، موږ خپل ډېری محتسبان د هغو تېروتنو له کبله له دندو لرې کړي او ان ځینې مو محکمې ته ور پېژندلي دي. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې له خلکو سره ناسم چلن وکړي. موږ د شکایتونو اورېدو څانګه لرو او که نظامیان هم له خلکو سره ناسم چلن وکړي، خلک کولای شي چې راشي او هلته شکایت وکړي. موږ به خپل نظامیان هم محکمې ته ور وپېژنو، محتسبانو ته خو هېڅکله اجازه نه ورکوو چې له خلکو سره ناوړه چلن وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام