سلام‌وطندار په کابل کې د امریکا سفارت له پخوانۍ مرستیالې کرن ډېکر سره مرکه کړې ده. په دې مرکه کې د سولې، د طالب بندیانو خوشې کولو، ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې پر اړوندو موضوعاتو بحث شوی دی.

سلام‌وطندار: موږ د سولې لویې مشورتي جرګې له جوړېدو وروسته د جرګې د کمېټو له رییسانو سره خبرې وکړې او هغوی وویل، که د سولې راتلل تضمین شي، موږ د طالب بندیانو له خوشې کولو سره ستونزه نه لرو. په دې اړه ستاسو نظر څه نه دی، ایا د سولې راتلل تضمین شوي؟

ډېکر: ان ژوند نه شي تضمینېدای، د افغانستان حکومت هغه څه چې وسه یې کېده، کړي دي؛ هغه څه چې د باورجوړونې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان حکومت د سولې لپاره د خپل چمتووالي ښودلو لپاره خلکو ته په دې پروسه کې ګډون ورکړ او ویې کولای شول چې د بندیانو خوشې کولو په اړه ستره او سخته پرېکړه وکړي.

موږ په دوامداره توګه د افغانستان له حکومت سره په دې اړه بحث کړی دی. نو فکر کوم چې ډېر کارونه شوي او د سولې پروسه هغه پړاو ته رسېدلې چې ترې انکار نه شي کېدای. که زموږ او د افغانستان حکومت ترمنځ هغې ګډې بیانیې ته چې د فبروري په ۲۹مه مو صادره کړه او هغې هوکړې ته چې له طالبانو سره مو وروستۍ کړه، وګورئ، د افغانستان حکومت د باورجوړونې لپاره ۵ زره بندیان خوشې کړل او د بین‌الافغاني خبرواترو لپاره مرکچي پلاوی ټاکل شوی دی. دغو اقداماتو ته په کتو دې پایلې ته رسېږو چې د سولې خبرې اترې پیلېدونکې دي.

سلام‌وطندار: د ۲۰۱۴ کال لانجمنو ټاکنو راهیسې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا تجربه بیا تکرار شوه، په افغانستان کې سیاسي ثبات له ستونزې سره مخ شوی دی. د وزیرانو او د سولې مرکچي پلاوي ټاکلو پر سر د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ستونزې را ولاړې شوي. د دې موضوع منفي اغېز څومره دی او امریکا د دې ستونزې په حل کې څه رول لوبوي؟

ډېکر: زه څو کاله کېږي چې په افغانستان کې یم، سوېلي او ختیځو سیمو ته تللې یم او د دغه هېواد ښاري او کلیوالې سیمې مې لیدلې دي. داسې ښکاري چې د افغانانو ترمنځ بحث د هغه څه پر ځای چې د دوی د پیوستون لامل کېږي، پر توپیرونو را څرخي. زما په اند، د یوه پرمختګ په حال کې هېواد لپاره ستر خنډ دی؛ ځکه نه یووالی یوازې د طالبانو په ګټه تمامېږي. افغانستان له فرهنګي او قومي اړخه یو غني او متنوع هېواد دی او کله یې چې نظرونه دومره سره توپیر ولري، یووالي له ستونزې سره مخ کېږي. اړتیا ده چې افغانستان د یوه ولسواک او خپلواک هېواد په توګه وساتل شي، څو یې خلک وکولای شي سره یوموټی شي. هیله ده ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور سیاسي مشران خپل واحد نظریات سره یوځای کړي؛ هغه نظریات چې د افغانستان د یووالي او پیاوړتیا لامل شي، نه هغه چې د بېلوالي لامل وګرځي او ګټه یې مقابل لوري ته ورسېږي.

موږ له حکومت او ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او دغه راز د افغانستان له ډېرو خلکو سره. څومره چې نن افغانان پېژنو، پنځلس کاله وړاندې مو نه پېژندل او نن شل کاله وروسته د افغانستان د خلکو په اړه ډېر پوهېږو. کله چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله په اړه خبره کېږي، هغوی د خلکو باتجربه خادمان او د دغه هېواد مشران دي او ډاډه یوو چې دواړه سره خبرې اترې کوي، په پوره ډاډ سره، امریکا د دغو دوو مشرانو او د هغوی د پلویانو د ټولو هغو فعالیتونو ملاتړ کوي چې د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره یې کوي.

سلام‌وطندار: فرانسې او اسټرالیا د یوشمېر طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه اندېښنه ښودلې؛ ځکه یاد بندیان د دغو هېوادونو د سرتېرو په وژلو کې ښکېل وو. ایا امریکا له خپلو متحدانو سره مشوره کړې وه؟

ډېکر: دا یوه تر ټولو سخته موضوع وه چې په خپله دېرش کلنه ډېپلوماټیکه موده کې مې پرې کار کړی. یوازې د هغو بندیانو د خوشې کولو موضوع نه ده چې فرانسه او اسټرالیا یې په اړه اندېښنه ښيي، بلکې د یوې ډلې بندیانو او ان د دغو بندیانو له ډلې د هر یوه خوشې کول سخته پرېکړه ده.

هر بندي له خلکو قرباني اخیستې او د ډېرو کورنیو د داغلو مسوول دی، خو واقعیت دا دی چې تاسو له خپلو دوستانو سره سوله نه کوئ، د افغانستان حکومت د همدې موضوع او د سولې لپاره د باور جاوړونې او تیاري ښودلو لپاره د بندیانو خوشې کولو سخته پرېکړه کړې ده. هغه بندیان چې پر ناټو ځواکونو په شویو بریدونو کې ښکېل وو، د همدغو بندیانو په ډله کې دي او موږ په دوامداره توګه په دې پېښه کې له ښکېلو اړخونو سره په اړیکه کې یوو او هڅه کوو، داسې حل‌لاره ولټوو چې د سولې پروسې د پرمختګ لامل شي او د قربانیانو د کورنیو ټپونو لپاره ملهم شي. د قربانیانو موضوع، مصالحه او بښنه د سولې خبرواترو تر ټولو سخت پړاو دی.

سلام‌وطندار: په افغانستان کې یوه کړۍ سوله د امریکا د ټاکنو لپاره یوه پروژه بولي. فکر کوئ چې هغوی ولې داسې نظر لري او تاسو دا اندېښنه څنګه توضېح کوئ؟

ډېکر: ولسمشر ټرمپ څه باندې دوه کاله مخکې د سوېلي اسیا لپاره یوه تګلاره اعلان کړه او په ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره روښانه روښانه شوه چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل‌لاره نه لري او د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید یوه سیاسي لاره ولټول شي، څو دا موضوع د افغانانو د پام وړ برخې ملاتړ خپل کړي. یادې تګلارې موږ ته دا احساس راکړ چې څنګه یې عملي کړو او د یوه امریکايي په نظر له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي ضمانت مهم و او همدا لامل شو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي، خو دا د سولې خبرواترو لپاره یوازې یو دلیل و. کله چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو له لوري د اړتیا وړ ضمانت ترلاسه کړ او هغوی هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کمول وغوښتل، د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره خبرې اترې د ستونزو د حل لپاره یوازینۍ سیاسي حل‌لاره وټاکل شوه. د امریکا ټاکنې سږ کال کېږي او پوهېږم چې ځینې پر هغو شایعانو باور لري چې د سولې خبرې اترې د امریکا له ټاکنو سره تړي، خو دا خبرې اترې ډېر مخکې او د ډېر مهم دلیل لپاره پیل شوې وې. نو د سولې په خبرواترو کې زموږ ګډون د امریکا د سیاسي اندېښنو لپاره نه دی، برعکس د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په اړه د افغانستان د ډېره برخه خلکو غوښتنې ته ځواب ویل دي.

سلام‌وطندار: ښځې اندېښنه لري چې د سولې خبرې اترې به د طالبانو د قانون په راتګ تمامې شي. څومره احتمال شته چې ښځې به له خپلو حقونو بې‌برخې شي او هغې ازادي او لاسته‌راوړنو ته به یې زیان ورسېږي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې لرلې دي؟

ډېکر: دا هغه پوښتنه ده چې باید هره ورځ وشي، څو ډاډه شو چې د پردې تر شا څه نه پېښېږي. فکر نه کوم چې د ښځو د څو کلونو لاسته‌راوړنو پرېښودل دې شوني وي؛ ځکه افغانستان په راتلونکو کلونو کې هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او دا مرستې به مشروطې وي. که د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي، هېڅ مرستندوی به له افغانستان سره مرستې کولو ته حاضر نه شي. متحده ایالانو په تېرو شلونو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې پانګونه کړې او نه غواړي دا بهیر ودرېږي.

سلام‌وطندار: ولسمشر غني تل د ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه غږېدلی، که څه هم ځینې نږدې کسان یې، په ځانګړي ډول د مالیې وزیران او نږدې سلاکاران یې چې د څو کلونو په اوږدو کې په فساد کې ښکېل وو او دا موضوع د امریکا د مرستو درېدو لامل هم شوه. ایا امریکا د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې راضي ده؟

ډېکر: د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده. ما څو ځله د افغانستان حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خلکو ته ویلي چې طالبان خلک وژني، خو فساد ټول هېواد تباه کوي. موږ په روښانه ډول د افغانستان له حکومت سره د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې تمې شریکې کړي او دا چې د ملاتړو راتلونکې غونډه به څنګه تنظیم شي او فساد به په یاده غونډه کې مهم رول ولوبوي. اړتیا ده چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې تګلارې په اړه خپل راپور وړاندې کړي. ډېره خوشحاله یم چې تېره اوونۍ جنرال پیکان چې په دولت کې د فساد یوه برخه وه، ونیول شو او هیله لرم چې د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس کرام‌الدین کریم هم ژرترژره ونیول شي. له فساد سره مبارزه، یوازې د امریکا نه، بلکې د افغانستان د ټولو مرستندویانو غوښتنه ده. له فساد سره مبارزه، یوازې د امریکا نه، بلکې د افغانستان د ټولو مرستندویانو غوښتنه ده. امریکا په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته ډېرې پیسې ورکړي چې یوه برخه حیف‌ومیل شوې دي؛ که څه هم امریکا په دې موده کې ځینې تېروتنې کړې دي.

سلام‌وطندار: تاسو د امریکا سفارت د مرستیالې په توګه درې کاله په افغانستان کې تېر کړل، افغانستان یو څنګه هېواد دی؟

ډېکر: افغانستان جالب هېواد دی؛ ځکه خلک یې جالب دي. د افغانستان ځینې برخې د امریکا د ځینو هغو غربي سیمو په څېر دي چې زما کورنۍ ورسره تړاو لري؛ نو په افغانستان کې اوسېدل راته خپله کورنۍ را یادوله. خو افغانستان ته د بیا راتګ لامل مې هغه الهام و چې افغان ښځو راکړ؛ هغه مسلکي ښځې چې د هېواد د اقتصاد څرخېدو لامل کېږي او هغه ځواکونه چې د خپل هېواد د دفاع لپاره قرباني ورکوي.

سلام‌وطندار: په افغانستان کې د امریکا سفارت راتلونکي مرستیال ته کومې سپارښتنې لرئ؟

ډېکر: افغانستان او امریکا په ځینو برخو کې ګډ نظر لري او ورته رسېدل دوه‌اړخیزه همکاري غواړي. خپل ځای‌ناستي ته مې سپارښتنه دا ده چې په ټول افغانستان کې له خلکو سره وګوري او یوازې پر کابل بسنه و نه کړي، غوږ ورته ونیسي او هغوی ته د ژمنتیا په اړه زموږ نیت ثابت کړي. غواړم یوه ورځ د ګرځندوی په توګه وکولای شم خپله کورنۍ افغانستان ته راولم، په تېره بند امیر ته.

سلام‌وطندار: په دې مرکه کې مو له ګډون نه ډېره مننه.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام