تخار کې د طالبانو تازه بندیز؛ د فوټبال لوبغاړي باید جامې واغوندي، طالبان یې نه مني

د تخار اوسېدونکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې پر ښځو د ځینو بندیزونو لګولو ترڅنګ، دا ځل د فوټبال له لوبغاړو غوښتي چې د سپورټي جامو له اغوستلو ډډه وکړي او پر ځای یې «وطني جامې» واغوندي.
دوی وايي، طالبانو ورته ویلي چې ښځې حق نه لري، څو له محرم پرته ښار او بازار ته ولاړې شي.

ولسمشر طالبانو ته: ژمنه وکړئ چې د ډیورنډ کرښه به په رسمیت نه پېژنئ

ولسمشر محمداشرف غني چې نن سهار د خوست هوايي ډګر د پرانېستې ترڅنګ، د دغه ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه خوست ته تللی وايي، طالبان سوله نه غواړي او د پردیو لپاره جګړه کوي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، که افغانان یاست، د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت مه پېژنئ او سړکونه، د اوبو بندونه او نور عامه بنسټونه هم مه نړوئ.

میدان ښار کې لاریونوالو د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله

د میدان وردګ ولایت سلګونو اوسېدونکو نن د اعتراض په توګه د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله. لاریونوال وايي، که څه هم د ولایت نوم یې «میدان وردګ» دی، خو یوشمېر ادارې یې بیا هم په دولتي اسنادو کې نه لیکي او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی. لاریونوال خبرداری ورکوي، تر هغه چې د برښنايي پېژندپاڼو ترڅنګ، په ټولو دولتي اسنادو کې د ولایت بشپړ نوم «میدان وردګ» ونه لیکل شي، د کابل‌-‌کندهار لویه لاره به تړلې وي.

لوېډ اسټین افغانستان کې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړیوال فشارغوښتنه وکړه. د امریکا دفاع وزیر ویلي چې ټوله نړۍ باید د دغه فشار د دوام لپاره مرسته وکړي، خو نوموړي د نړیوال فشار د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.