Asset 1SWN

لوګر کې د نجونو ښوونځیو له نشتون شکایت؛ «غواړم زده‌کړې وکړم او ډاکټره شم»

20230222_112711

د لوګر مرکز پل‌علم ښار اړوند د یوشمېر لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمو کې یې هېڅ د نجونو لومړني ښوونځي شتون نه‌لري.

د پل‌علم ښار د «التمور» سیمې اوسېدونکی محمدفاروق فاروقي سلام‌وطندار ته وايي چې سیمه کې د نجونو لومړني ښوونځي نشته او په وینا یې، حکومت باید ورته ښوونځي جوړ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل: «د نجونو په اړه له بده‌مرغه هېڅ کار نه دی شوی او هېڅ ښوونځی شتون نه‌لري. که څه هم موږ په ۲۱ پېړۍ کې ژوند کوو، خلک د لیک‌لوست په ارزښت پوهیږي چې په خپلو لوڼو د زامنو په شان زده‌کړې وکړي، څو نجونې هم ښه راتلونکې ولري. غوښته مو له دولت څخه دا ده چې زموږ په سیمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي او په نورو سیمو کې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي هم پرانیزي.»

بل‌خوا د مرکز پل‌علم د «بېدک او غیرت اباد» سیمو دوه نجونې چې دامهال په جومات او محلي ټولګیو کې زده‌کړې کوي سلام‌وطندار ته وویل، لېواله دي چې ښوونځی ولولي او تر لوړو زده‌کړو وروسته خپلو سیمو او خویندو ته په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.

دوی وایي، دولت او نړیواله ټولنې دې لرو پرتو سیمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ او هیواد کې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي بیا پرانیزي.

د بیدک سیمې اوسېدونکې عایشې وویل:«زمونږ کلي کې د نجونو د لیک لوست لپاره ښوونځی نشته، مونږ دولت څخه غوښتنه کوو، چې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي څو پورې راتلوونکې خپلو خویندو ته خدمت وکړو.»

په ورته مهال د غیرت‌اباد سیمې اوسېدونکې ملکه بیا له حکومت غواړي چې یاده سیمه کې نجونو ته ښوونځي جوړ کړي. نوموړې وویل: «حکومت باید ښوونځي جوړ کړي. زه غواړم زده‌کړې وکړم او راتلونکې کې ډاکټره شم.»

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب هم لرو پرتو سیمو کې د نجونو د ښوونځيو کمښت ستونزې تاییدوي او وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په مالي ملاتړ یې د جګړې او فرهنګي ستونزو له امله، لیک‌لوست څخه محرمو نجونو ته له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې، خپلو کلیو کې محلي ټولګي پرانېستي دي.

عرب زیاته کړه، یاد ټولګي د لوګر مرکز پل‌علم او لرو پرتو ولسوالیو کې پرانېستل شوي او دامهال ۲۰ زره نجونې پکې زده‌کړې کوي.

هغه وویل: «څرنګه چې د هلکانو لپاره د لیک‌لوست زمینه برابره شوې، داسې د نجونو لپاره هم اسانتیاوې رامنځته شوي او سل بابه ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستي، پخوا مونږ په لرو پرتو ولسوالیو کې لکه خروار، ازره، محمداغه او مرکز کې داسې سیمې وي چې نجونو یې لیک‌لوست ته لاسرسی نه درلود، مونږ هلته ۹۰۰ سیمه‌ییز ټولګي پرانیستي چې ۳۰ زره زده‌کوونکو ته چې ۲۰ زره یې نجونې دې د لیک‌لوست زمینه برابره کړې.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لوګر کې ۲۷۵ بابه ښوونځي پرانیستې دي چې د یادو ښوونځيو له ډلې ۱۰۰ یې د نجونو دي او شاوخوا ۵۰ زره نجونې پکې په لیک لوست بوختې دي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې د نورو ولایتونو په شان د ښوونځيو پرانېستلو ته شېبې شماري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام