د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست مسوولان وايي، ټاکل شوې چې سبا په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له سره پیل شي.
د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالمګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ وېش له سره پیلول، د کابل په پاسپورټ ریاست کې د ګڼې ګوڼې کمول بولي او وايي، دغه ریاست د ورځې ۳۰۰۰ پاسپورټونه وېشي او تمه کېږي چې دا پروسه نوره هم چټکه شي.
نوموړی له هېوادوالو غواړي چې له دې وروسته دې په یادو اوو ولایتونو کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دې مراجعه وکړي او دغه ریاست ته دې د پاسپورټ له اخیستلو ډډه وکړي. هغه همداراز خبرداری ورکوي، که چېرته د یاد ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو لپاره دغه ریاست ته مراجعه وکړي، نو بېرته به خپل ولایتونو ته واستول شي.
د پاسپورټ ریاست سرپرست وايي، له کله راهیسې چې د پاسپورټ ریاست فعالیتونه له سره پیل شوي، شاوخوا ۱۰۰زره پاسپورټونه وېشل شوي او له دې لارې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت خرانې ته راټولې شوې دي.
د هغه په وینا، د پاسپورټ نه شتون او یا کمښت په اړه څرګندونې حقیقت نه لري او دغه ریاست تر څو نورو میاشتو پورې هم د نویو پاسپورټونو چاپولو ته اړتیا نه لري.
نوموړي همداراز وویل چې پاسپورټ ریاست اوس ۹ لکه اماده پاسپورټونه لري چې ۶ لکه یې چاپ شوي او یو میلیون نور د چاپ په حال کې دي. هغه څرګنده کړه، دغه ریاست په پام کې لري چې ۴.۵ لکه نور پاسپورټونه هم چاپ کړي. د پاسپورټ ریاست چارسبمالي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دښمن درواغو ته دې غوږ نه نیسي او دوی په کافي اندازه پاسپورټونه لري چې غوښتونکو ته به یې پر وخت ورکوي.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
د پاسپورټ ریاست مسوولان همدارنګه وايي، کابل کې د پاسپورټ وېشلو بهیر له پیل څخه ۴۵ کمیشنکاران چې د قانون خلاف یې خلکو ته پاسپورټونه وېشل، هم نیول شوې دي.