هلمند کې د کولرا ناروغۍ خپرېدل؛ ۱۴ کسان مړه او ۲۰۰۰ پرې اخته شوي په هلمند کې محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر کولرا یا شدید نسناستي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
سبا په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالمګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځکه پیلوي چې د کابل په پاسپورټ ریاست کې ګڼه ګوڼه راکمه کړي.