د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري نن په کابل پوهنتون کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون کې نږدې سل زره بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شوي چې د یوې اوونۍ لپاره به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د یاد نندارتون د پرانستلو پرمهال له ځوانانو غوښتنه وکړه چې زده‌کړو ته مخه کړي او هېواد کې شته ناخوالې د پوهې له لارې هوارې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست خیر‌الله خیرخواه زیاته کړه چې اوسني نظام کې ژبني او قومي توپیرونه ځای نه لري او هر څوک کولای شي، له توپیر پرته خپلې زده‌کړې وکړي.

بل‌خوا د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز له زده‌کړیالانو غوښتنه وکړه چې مطالعې ته مخه کړي او یوازې د پوهنتون پر درسي کتابونو بسنه ونه‌کړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین ذبېح‌الله مجاهد یاد نندارتون د زده‌کړیالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د پوهنتون استادان باید زده‌کړیالانو ته انګېزه ورکړي، څو وکولای شي خپلې زده‌کړې په سمه توګه پرمخ بوځي.

په یاد نندارتون کې د افغان ناشرانو ټولنې او ګډون‌والو له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.

په کابل پوهنتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوي نندارتون ته ګڼ‌شمېر ځوانان او د کتاب مینه‌وال هم راغلي وو. د کتاب مینه‌وال وايي چې دغه څېر نندارتونونه کولای شي، له مطالعې سره د ځوانانو مینه زیاته او د دوی معلومات ور ډېر کړي.

په ورته مهال د مسوولانو په وینا، دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي چې د کتابونو د پېرلو لپاره ۲۰سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی همداراز وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د یاد نندارتون لړۍ وغځوي، څو ځوانان د کتاب مطالعې ته وهڅول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام