په واشنګټن کې د روسیې سفارت له دغه هېواد څخه غوښتنه کړې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه د لینډزي ګراهام وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي او هغه دې په رسمي توګه وغندي.

دغه سفارت پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «مونږ د دغې امریکايۍ د جنایتکارانه څرګندونو رسمي وضاحت او په کلکه کې یې غندل غواړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې د ګراهام څرګندونې د نه منلو او ظالمانه دي.  د جمهوري غوښتونکو سناتورې لینډزي ګراهام په خپلو تازه‌ څرګندونو کې ویلي چې زړور امریکايان باید پوتین په مسکو کې ووژني.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دغه څرګندونې په روسیه کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دي. له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی د امریکا او دغه هېواد اړیکې لا ترینګلې شوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام