Asset 1SWN

د تخار دشت‌قلعه کې ماین چاودنه شوې

ټولنیزې رسنۍ

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دشت‌قلعه ولسوالي کې چاودنه شوې ده.

د دشت‌قلعه ولسوالي جنايي امر جانان‌الدین انصار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه چاودنه نن سهار (سه‌شنبه، لیندۍ لومړۍ نېټه) د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او په وینا یې، مرګ‌ژوبله نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې مهال دی چې بېګاه شپه د یاد ولایت مرکز تالقان ښار کې د لاسي بم چاودنه هم شوې وه چې د امنیتي مسوولانو په وینا، تلفات یې نه‌لرل.

په همدې حال کې بېګاه شپه کابل کې هم د یوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي وو. د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته ویلي و چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د هغه په خبره، چاودنه کې دوه کسان چې دغه موټر کې سپاره وو، وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام