Asset 1SWN

د میدان‌وردګ اوسېدونکي: ماینونو او ناچاودو توکو مو ژوند تریخ کړی

p07vnngw

د میدان‌وردګ د مرکز او یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو جګړو څخه پاتې ماینونه او ناچاوده توکي هره ورځ د دغه ولایت له اوسېدونکو په ځانګړې توګه له ماشومانو قرباني اخلي.

د یاد ولایت اوسېدونکي له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتنه کوي چې د ولایت په کچه د ماین پاکي پروګرامونه پيل کړي، څو خلک تر ځمکې لاندې ماینونو او مهماتو له ګواښ څخه په امن شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان‌وردګ یوه اوسېدونکي محمدامین وویل: «دغه غرونه ټول له ناچاوده مهماتو او مایونونو څخه ډک دي، زموږ غوښتنه له دولت او موسساتو څخه دغه ده چې دغه ماینونه او ناچاوده مهمات له غرونو او هوارو سیمو څخه پاک کړي، دلته ټول عمر جګړه شوې، که دغه ماینونه پاک شي، نو خلک به له ستونزو په امان شي.»

د میدان‌وردګ د دایمیرداد ولسوالي یوه اوسېدونکي سردار محمد کوچي سلام‌وطندار ته وویل، ډېری لوې لارې او هغه سیمې چې په تېر جمهوریت کې د جګړې ډګر وو، د ماینونو او مهماتو څخه ډکې دي

نوموړي زیاته کړه چې د ځمکې لاندې ماینونو او مهماتو له امله ډېری قرباني کوچیان ورکوي او حکومت باید کوچیانو ته د ځمکې لاندې خښ شویو ماینونو او مهماتو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

هغه وویل: «دایمیرداد ولسوالي کجاب سیمه کې ډېر زیات ماینونه دي پاک شوي نه دي، هره ورځ هره اوونۍ کوچیان او د هغو رمې پرې چاودلې وې، دغه د کجاب په سیمه کې چې په تېر جمهوریت کې امنیتي پوستې وې ټولې له ماینونو ډکې دي.»

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ هم تاییدوي چې د دغه ولایت په یوشمېر لرو پرتو سیمو کې تر ځمکې لاندې خښ شویو ماینونو او مهماتو له امله د میدان‌وردګ د اوسېدونکو ژوند تریخ شوی دی.

د معاذ په وینا، هڅه کوي چې یوشمېر کورنۍ او نړیوالې موسسې دې ته وهڅوي، څو  میدان‌وردګ کې تر ځمکې لاندې ماینونه او مهمات پاک کړي.

هغه وویل: «موږ کوښښ کوو چې په میدان‌وردګ کې او یاهم له میدان‌وردګ څخه د باندې د ماین پاکۍ موسساتو سره خبرې وکړو ، د دوی توجو دغه ولایت ته راواړو څو تر ځمکې لاندې ماینونه او مهمات پاک کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میدان‌وردګ مسوولانو له لوري سلام‌وطندار ته د ورکړل شویو وروستیو معلوماتو له مخې، تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په سیداباد او دایمیردادو ولسوالیو کې د ځمکې لاندې ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله څلور پېښې رامنځته شوي چې د یادو چاودنو له امله پنځه ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام