Asset 1SWN

کندهار کې د سړک‌غاړې ماین چاودنې ۵ ملکيان وژلي

Kandhar-Shidano-chawk-2-oxmismcl96h1l3nfsbwrp3swfrna6m0os6r21mrces

 

د کندهار امنيتي مسوولان وايي، د سړک‌غاړې ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی سلام‌وطندار ته وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې د میوند ولسوالۍ «کارېز» سیمه کې پر زرنج موټرسایکل شوې.

د بارکزي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ ماشومان، يوه ښځه او يو سړی وژل شوي دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

د وسله‌والو طالبانو له ګډون د پېښې د مسوولیت په اړه تراوسه پورې چا څه نه دي ویلي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام