Asset 1SWN

له پاکستانه د سپین‌بولدک له لارې درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

تصويرونه (2)

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه په تېرو درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي عزیز سلام‌وطندار ته ویلي چې د روانې غويي میاشتې په ۲۳مه، ۲۴مه او ۲۵مه ۱۴۲ کورنۍ چې ټول ۸۶۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه افغان کډوال د سپین‌بولدک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت له لوري ثبت شوي دي.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړې چې یاد افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره «UNHCR» او نورو مرستندویه سازمانو ته ورپېژندلي دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي چې لا هم میلیونونه افغانان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پاکستان کې د یاد هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران د نیولو په غبرګون کې پراخ لاریونونه شوي او لا هم وضعیت کړکېجن دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګڼ‌شمېر افغان کډوالو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې له یاد وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و چې یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام