د نیمروز محلي چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه شاوخوا ۶۰۰۰ افغان کډوالو بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
باختر خبري اژانس د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس صدیقالله نصرت له قوله نن سهشنبه د وږي ۲۹ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال دغه ولایت کې د ورېښمو پُل له لارې له ایران څخه بېرته هېواد ته راشړل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه دلته وڅارئ
هېواد کې د ا.ا په واکمنېدو سره هممهاله د اقتصادي ستونزو او د نامعلوم برخلیک له کبله ګڼشمېر افغانان په قانوني او ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته تللي چې ډېری یې د دغه هېوادونو له لوري د قانوني اسنادو د نهشتون له امله بېرته هېواد ته رالېږل شوي.
په ورته مهال په ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو او اوسېدونکو ناوړه چلن بیا هغه څه نه دي چې راستانه شوي افغان کډوال ترې شکایت کوي.